د ملګرو ملتونو د سرمنشي وياند ويلي، چې د دې سازمان بېلابېلې ادارې د افغان کډوالو پر موضوع له پاکستاني چارواکو سره خبرې کوي. نوموړي ويلي، دوی د افغان کډوالو په زوره ايستلو ته اندېښنه لري او زياته کړې يې ده چې په دې کې ښايي هغه کډوال هم شامل وي چې د ډېری ارزونو له مخې بېرته د خپل هېواد تګ ته چمتو نه دي. په ورته مهال د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی توماس وېسټ هم د افغانستان لپاره د کډوالۍ نړۍوال سازمان له مسوولینو سره کتلي دي . د يادونې ده، چې پاکستان تېره ورځ له دغه هېواده د سلګونو زره بې اسناده افغان کډوالو د ایستلو او افغانستان ته د بېرته ستنولو لړۍ پیل کړې ده.








