د فراه مسوولین وايي، چې د دغه ولایت په مرکز کې د سیدمیر عجب اغا په نوم د یوه سړک پخولو چارې پيل شوې. مسوولين زياتوي، د دغه سړک د جوړېدو لګښت ۲۳ میلیون او ۲۰۰ زره افغانۍ اټکل شوی چې د ښاروالۍ له بودجې څخه ورکول کېږي. دغه سړک ۵۶۰ متره اوږدوالی او ۲۰ متره سور لري او کارونه به يې په څلورو میاشتو کې بشپړ شي. بل لور ته د فراه ښاریان هم د دغه سړک د کار له پيلېدو خوښ دي، خو غوښتنه کوي چې په دغه ولایت کې دې ورته نور سړکونه هم جوړ شي.








