د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت وايي، چې هېواد ته د راستنېدونکو کډوالو لپاره یې د وړیا ترانسپورټ او خپلو کورونو ته د لیږد زمینه برابره کړې ده. دغه وزارت زیاته کړې ده، چې راستېندونکې کډوال به د ثبت له پروسې وروسته تر خپلو سيمو او کورونو په وړیا ډول سره لېږدول کيږي.د پاکستان حکومت د اکټوبر میاشتې تر پایه په دې هېواد کې مېشتو ټولو ناراجسټر شویو افغان کډوالو ته وخت ورکړی و، چې په خپله خوښه له دې هېواده ووځي، که نه دوی به یې پر ضد عملیات پیل کړي.








