د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال د نورو دندو ترڅنګ، د سټنډرډ ملي شورا د مشر په توګه وټاکل شو. د ریاستالوزرا د اقتصادي معاونیت د مطبوعاتي دفتر د معلوماتو له مخې؛ د سټنډرډ ملي شورا د ریاست الوزرا مقام د ۲۰۸۳ ګڼې حکم پر اساس، هېواد ته د بې کیفیته توکو او غیر معیاري کالیو د واردېدو او همدارنګه د هېواد دننه د غیر معیاري او خپلسرو ودانیزو چارو په برخه کې د سټنډرډ ملي ادارې ستراتیژۍ او عمومي پالیسیو تصویب او د هغوی له تطبیق څخه د څارنې، د ملي سټنډرډونو او ودانیزو ملي کوډونو او نورمونو د تصویب او د تخنیکي مقرراتو د طرحو د تایید په موخه رامنځته شوې ده. د سټنډرډ ملي شورا سکرتریت، د سټنډرډ ملي ادارې پر غاړه دی.








