ایران وايي چې د هرات زلزله ځپلو سیمو ته یې د مرستو پنځمه جوپه استولې ده. ایراني رسنیو پرون د رضوي خراسان ولایت د چارواکو له قوله ویلي، چې په دې مرستو کې چې ارزښت یې سل زره امریکايي ډالرو ته رسېږي، کمپلې، خواړه، وریجې اوغوړي شامل دي. په همدې حال کې ملګرو ملتونو یو وار بیا د هرات له زلزله ځپلو سره د نورې مرسته غوښتنه کړې ده. په دې ولایت کې د اکټوبر له اوومې راهیسې پر له پسې زلزلې کېږي. د وړمې شپې او پرون سهار په زلزلو کې لسګونه کسان نور ژوبل شول او یو شمېر کورونه ونړېدل.








