مالیې وزارت وايي، چې په تېرو ۲۰ کلونو کې د هېواد دګمرکاتو د ساختماني برخو د معیارو کولو لپاره هېڅ کار نه دی شوی. د مالي وزارت د مسوولینو په وینا دغه وزارت د روان کال خپله انکشافي بودجه ۶۰ سلنه د ګمرکونو د معیاري کولو لپاره ځانګړې کړې ده. د مالیې وزارت د مسوولینو په وینا، دوی هڅه کوي، چې د ګمرکونو د ظرفیتونو د لوړېدو تر څنګ به د یو شمېر ګاونډيو هېوادونو سره ګمرکي فعالیتونه ۲۴ ساعتونو ته لوړ کړي. دوی زیاتوي، چې ګمرکونو د معیاري جوړېدو سره به د سوداګرۍ، ټرانزېټ او نورو اقتصادي فعالیتونو په چارو کې به جدي سمونونه او اسانتیاوې رامنځته شي. په ورته وخت کې د هېواد خصوصي او ترانسپورټي سکټورونو مسوولین هم، د هېواد د ګمرکونو معیاري کول مهم بولي. دوی زیاتوي، چې د ګمرکونو معیاري کول کولی شي د هېواد په اقتصادي فعالیتونو کې د پراختیا لپاره زمینه برابره کړي.








