د ملګرو ملتونو د خوړو نړۍوال پروګرام، د کډوالۍ نړۍوال سازمان او یونیسف وايي، د هرات زلزله ځپلي بېړنیو مرستو ته اړتیا لري. دغو بنسټونو ویلي چې د بسپنې له کمښت سره مخ دي. د خوړو نړۍوال پروګرام لیکلي، د دوی بودجه په چټکۍ سره د ختمېدو په حال کې ده او د دغې زلزلې له امله زیانمن شوي کسان، د خپل ژوند د بېرته رغولو لپاره بېړنیو مرستو ته اړتیا لري. د ملګرو ملتونو له ماشومانو د ملاتړ صندوق ویلي، چې له زیانمنو ماشومانو خپل ملاتړ ته دوام ورکوي خو د دغه ملاتړ لپاره لا زیاتې بودجې ته اړتیا ده. اخوا بیا د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږي کوونکي دفتر یا اوچا ویلي، په هرات کې د زلزلې له امله څه باندې ۲۱ زره کورونه په بشپړ ډول ویجاړ شوي او څه باندې ۱۷ زره نور کورونه په جدي توګه زیانمن شوي دي.








