پاکستاني چارواکي وایي وروسته تر هغه چې په دې هېواد کې مېشتو افغان او نورو کډوړالو ته چې د اوسېدو لپاره یې قانوني اسناد نه درلودل په خپله خوښه د وتلو لپاره مهلت ورکړل شو، زرګونه افغانان بېرته خپل هیواد ته ستانه شوي دي. چاروکي وایي چې تر پرون ورځې ۵۲ زره افغان کډوال هېواد ته ستانه شوي او ګڼ شمیر نورو یې په کراچۍ او نورو ښارونو کې کډې بار کړي او د سرحد په لور روان دي. د پاکستان دولتي ټلویزیون په یو راپور کې ویلي چې یوازې د پنجشنبې په ورځ څه باندې ۳ زره افغانان بېرته افغانستان ته ستانه شول خو دا یې نه دي ویلي چې دا افغانان څه وخت پاکستان ته کډه شوي و. په پاکستان کې دننه ځینو ادارو، ملګرو ملتونو او یو شمیر بهرنیو هیوادونو له پاکستان څخه غوښتي و چې دا افغان کډوال دې نه باسي.








