د چین په کوربه توب د لارې،کمربند نوښت درېیمه لویه غونډه نن جوړېږي. د روسیې د ولسمشر ویلادیمیر پوتین په ګډون د سیمې د لرو او نږدې هېوادونو د شاوخوا شلو دولتونو مشران او لوړپوړي چارواکي دې غونډې ته ورځي. د لارې کمربند نوښت چې د چین د ولسمشر شي جین پنګ لهخوا پيل شوی په تېرو لسو کلونو کې یې په سیمه کې لویې بنسټيزې پروژې ترسره کړي. د افغانستان د سرپرست حکومت د سوداګرۍ سرپرست وزیر هم په دې غونډه کې ګډون لري. سرپرست حکومت وايي په دې بحث کوي چې له چین سره د واخان له لارې مستقیمه لار پیدا کړي. د سوداګرۍ خونې مرستیال خان جان الکوزی وايي، که افغانستان له چین سره د واخان له لارې وصل شي له چین سره به د افغانستان سوداګري درېيو میلیاردو ډالرو ته لوړه شي او په دې سره به چټکه اقتصادي پرمختیا او رفاه رامنځته شي.








