پاکستان، افغانستان ته د خپلو ۲۱۲ قلمه صاداراتي توکو صادرات منعه کړې دي. د پاکستاني رسنیو د راپور له مخې، د دغه هېواد د سوداګرۍ وزارت، افغانستان ته د ۱۷ ډوله پوښاک، د موټر د ټایر، چای، تازه او وچې میوې، د سینګار او روغتیا د لسګونو تولیداتو او د یو شمېر نورو توکو صادرول منعه کړې دي. د سوداګرۍ او پانګونې خونه بیا، له پاکستانه افغانستان ته د توکو د واردولو منعه کول د دواړو هېوادونو په زیان بولي. په اسلام اباد کې د افغانستان سفارت هم د کابل او اسلام اباد ترمنځ د سوداګرۍ او ټرانزیټ په برخو کې د پاکستان له لوري پر لګول شویو محدودیتونو نیوکه وکړه. د افغانستان – پاکستان د سوداګرۍ ګډه خونه هم د دواړو هېوادونو له چارواکو غواړي چې د ټرانزیټ په برخه کې د سوداګرو ستونزو ته رسېدنه وکړي. تر دې مخکې، هم پاکستان په کراچۍ بندر کې پر افغان سوداګرو د ټرانزیټ بندیزونه لګولي و چې له امله یې سوداګرو ته میلیونونه ډالره زیان اوښتی و.








