د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو سرپرست وزیر د افغانستان لپاره د پاکستان له سرپرست سفير عبيد الرحمن نظاماني سره په کتنه کې په یاد هېواد کې د بندي افغانانو د ژر تر ژره خوشې کولو غوښتنه کړې ده. نوموړي ویلي چې غواړي په نږدې راتلونکي کې پاکستان ته سفر وکړي او د افغان کډوالو له پنډغالو څخه د هغوی د ستونزو اورېدو په موخه لیدنه وکړي. سرپرست وزیر همدارنګه له پاکستان څخه د افغان کډوالو د کوربه توب له کبله مننه کړې او د هغو افغانانو د ژر تر ژره خوشې کېدو غوښتنه يې کړې، چې د کوچنیو جرمونو او یا د اسنادو د نه لرولو له امله نیول شوي دي. په ورته وخت کې په کابل کې د پاکستان سفیر په دغه کتنه کې ژمنه کړې، چې افغان بندیان به خوشې کړي.








