د کونړ د کلیو بیا رغونې او پراختیا ریاست وايي، چې ددې ولایت په اسمار ولسوالۍ کې د ۴ میلیونو افغانیو په لګښت د څښاک اوبو یوه شبکه جوړه او ګټې اخیستنې ته سپارل شوې ده. د چارواکو په خبره، چې د اوبو دغه شبکه د یوسايډي ادارې په مالي ملاتړ د ۴ میلیونو افغانیو په لګښت رغول شوې ده او ۲۵۰ کورنیو ته د څښاک اوبه برابرې شوې دي. د یو بل خبر له مخې د بامیانو ولایت په شیبر ولسوالۍکې هم د یونیسف موسسې په مالي ملاتړ د ۵ میلیونو ۵۲۱ زره ۱۲۵ افغانیو په لګښت د اوبو رسولو یوه شبکه جوړېږي او په جوړېدو سره به یې۳۵۰ کورنیو ته د څښاک اوبه برابرې شي.








