د امریکا د بهرنیو چارو وزیر وایي، له خپل پاکستاني سیال سره یې د افغانستان په ګډون د سیمه ییزو اندېښنو په تړاو خبرې کړي دي. انتوني بلېنکن نن پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي چې له بلاول بوټو زرداري سره یې ټیلیفوني خبرو کې د پاکستان د اقتصاد پر بیا غوړېدا او ګډ مشارکت هم بحث کړی. نوموړي نه دي ویلي چې د افغانستان او سیمې په تړاو د واشنګټن او اسلام اباد ګډې اندېښنې څه دي، خو تر دې وړاندې پاکستاني چارواکو تور پورې کړی چې سرپرست حکومت پاکستاني ط البانو ته پنا ورکړې ده. د افغانستان سرپرست حکومت دا تورونه په کلکه رد کړي او ویلې یې دي، له افغانستانه هېڅ چاته ګواښ نه پېښېږي.








