په افغانستان کې د اغاخان بنسټ نوي رییس نجم الدین نجم او مله پلاوي یې د بهرنیو چارو وزارت له سرپرست وزیر سره لیدلي دي. د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي چې په دغې لیدنه کې نجم د روغتیايي، تعلیمي، کرنیزې او کلتوري فعالیتونو په هکله خبرې کړي او همداراز په افغانستان کې د ۱۴۰ کلتوري میراثونو – تاریخي ابدو د بیارغولو او ساتنې د کاري جریان په هکله یادونه کړې ده. په دې لیدنه کې د بهرنیو چارو سرپرست وزیر په هېواد کې د اغا خان بنسټ د خدمتونو ستاینه کړې او د تاریخي ابدو د بیارغونې او ساتنې په برخه کې د لا زیاتې پاملرنې غوښتنه کړې ده.








