ملګري ملتونه وايي، چې په افغانستان کې په درنو کارونو د بوختو ماشومانو شمېر زیات شوي او اوس مهال له ۳۰ څخه ۳۵ فیصده ته پورته شوی دی. د ملګرو ملتونو د مرستو د همغږۍ اداره (اوچا) اندېښنه څرګندوي چې په افغانستان کې د کارګرو ماشومانو شمېر په لوړېدو دی. اوچا په دې تړاو یوه ټویټ کې ویلي، چې د کارګر ماشومانو فیصدي دېرش په سلو کې زیاته شوې ده. وړاندې تر دې د یونېسف د ماشومانو د خوندیتوب څانګې ویلي وو چې د دوی ارزونه ښیي چې له هرو پنځو ماشومانو یو کار کوي او له دې ډلې دوه ویشت فیصده په درنو کارونو بوخت دي.








