د سټنډرډ ملي ادارې ترکمنستان هېواد ته د ۱۰ ټانکره بې کیفیته ګاز د بېرته مسترد کولو خبر ورکړی دی. یادې ادارې ویلي، یاده اندازه ګاز، چې د دې ادارې له سټنډرډونو سره یې مطابقت نه درلود د هرات ولایت د تور غونډۍ بندر کې بېرته ترکمنستان ته مسترد کړي دي. د سټنډرډ ملي ادارې ویلي، چې په دې وروستیو کې سټنډرډ ملي ادارې په خورا جدیت د بې کیفیته تېلو او ګازو د واردولو د مخنیوي لپاره عملي ګامونه پورته کړي. د سټنډرډ ملي ادارې له ټولو سوداګرو څخه غوښتنه کړې، چې هېواد ته با کیفیته توکي وارد کړي، کنه نو له ورته قانوني چلند سره به مخ شي. د یادونې وړ ده، چې یادې ادارې تر دې وړانډې هم هېواد ته د سلګونه ټانکره بې کیفیته نفتي توکو د واردېدو مخنیوی کړی وو.








