د بادغیس ولایت د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست مسوولین وايي، چې د نورو کلونو په پرتله باندې سږ کال په دې ولایت کې د پستې حاصلات زیات شوي او دغه راز د پلور بازار یې هم پرتله نورو کلونو ته ښه دی.د بادغیس ولایت یو شمېر بزګران هم وايي، چې سږ کال یې د پستي حاصلات زیات دي او په بازار کې یې پلور هم ښه شوی دی. د دوی په خبره، سږ په دې ولایت هوا ډيره ګرمه ده، نو یو لامل د پستې د حاصلاتو هم د هوا ګرموالی دی.








