له ایران سره د هرات – خواف اوسپنې پټلۍ له لارې د سوداگریزو توکو انتقالات پیل شول. د اوسپنې پټلۍ اداره وايي، چې له ایران سره د انتقالاتو پیل نه یوازې دواړو هېوادونو ، بلکې سیمې ته یې هم اقتصادي گټه رسیږي. په هرات کې په دې اړه جوړې شوې غونډې ته ایراني استازي ویلي، هېواد يې په ټول توان چمتو دی چې له افغانستان سره د زیربناوو په ځانگړې توگه د اوسپنې پټلۍ پروژو په پلي کولو او پراختیا ورکولو کې مرسته وکړي. د سرپرست حکومت ویاند ویلي، چې د هرات – خواف اوسپنې پټلۍ له لارې د سوداګریزو توکو د لېږد بیا پیل د هېواد اقتصادي پرمختګ لپار ګټور ګام دی. نوموړي زیاته کړې، چې د دې کړنې ګټه به د افغانستان ټولو خلکو ته ورسېږي.








