یو شمېر متقاعدین وايي، مالیې وزارت د دوی د تېرو څه باندې دوو کلونو د معاشونو له ورکړې د ډډې کولو لپاره نوې پلمې جوړې کړې دي. دغه متقاعدین مالیې وزارت ته له تګ وروسته نهیلي رخصت شوي او وايي، نه پوهېږي چېرې د خپلو تېرو څه باندې دوو کلونو معاشونه څنګه او له چا ترلاسه کړي. دوی چې د مالیې وزارت مخې ته راټول شوي وو، زیاته کړه، چې په وار وار یې د سرپرست حکومت له چارواکو سره خپلې ستونزې شریکې کړي، خو چا یې د ستونزو حل ته پام نه دی کړی. خو د ماليې وزارت ویاند عبدالولي حقمل د روان لمریز کال په پیل کې ویلي وو، چې د تقاعد شویو د معاشونو د ورکړې طرحه د دوی د حکومت د رهبرۍ لهخوا نه ده توشېح شوې، کله چې توشيح شي، مالیې وزارت به د هغې مطابق اقدام کوي.








