د افغاني سرې میاشتې ټولنې له لوري په ټول هېواد کې له ۲۴ زره بې سرپرسته کونډو مېرمنو سره د مرستو د وېش لپاره سروې پیل شوې ده. د یادې ادارې ویاند عرفان الله شرفزوی ویلي چې یاده سروې به تر راتلونکې اونۍ پورې بشپړه شي. د شرفزوی په خبره، په کندهار، هلمند، ارزګان او زابل ولایتونو کې دا سروې دوې اونۍ وړاندې بشپړه شوې چې هلته له څلور زره بې سرپرسته کونډو مېرمنو سره د ۳۴ میلیونه افغانیو په ارزښت مرستې هم شوې دي. د سرې میاشتې له لوري په ټول هېواد کې له کونډو او بې سرپرسته مېرمنو سره ۲۰۴ میلیونه افغانۍ نغدي مرسته کېږي.








