د کانونو او پټرولیم سرپرست وزیر وایي، د افچین په نوم هغه شرکت به چې د روان ميلادي کال په جنورۍ کې ورسره د امو نفتي حوزې د استخراج قرارداد شوی، په لومړي کال چې ازمایښتي دوره ده، په سیمه کې د نږدې یو نیم سل ميلیونو ډالرو په ارزښت نوره پانګونه هم کوي. نوموړی وایي، په سرپل ولایت کې د قشقري د تېلو د زېرمو د حوزې له هغې څا چې دوه ورځې وړاندې پرانیستل شوه، د ورځې سل ټنه تېل استخراج کېدای شي او د راتلونکې میلادي کال د جنوري تر پنځمې پورې به افچین شرکت چې د آمو دریا نفتي حوزې د تېلو د استخراج قرارداد ورسره شوی، په سیمه کې ۱۶ نورې څاګانې هم په همدې اندازه د تېلو استخراج ته چمتو کوي. د کانونو سرپرست وزیر ویلې یې چې د افچین په نوم شرکت به په درې کلنه اکتشافي موده کې په سیمه کې په ۳۰۰ کیلومتره مربع ساحه کې لس نورې څاګانې باسي او په یوه کلنه ازمایښتې موده کې به یې شپږ استخراج ته چمتو کوي. دغه راز ویل شوي چې که شرکت له کوم موجه دلیل پرته دوه میاشتې فعالیت دروي، شوی قرارداد ورسره فسخ کېږي.








