د کابل یو شمېر اوسېدونکي د پلازمېنې په بازارونو کې د زړو افغانیو له ډېرېدو شکایت لري. دوی یو ځل بیا له افغانستان بانکه غواړي، چې له بازارونو زړې پیسې ټولې او پر ځای یې نوې پیسې وویشي. دوی وايي، د زړو پیسو له امله د ورځنیو چارو د راکړې ورکړې پرمهال له ستونزو سره مخ وي او له سپرست حکومته غواړي چې دغې موضوع ته جدي پام وکړي. د افغانستان بانک ویاند بیا وايي، د نویو پيسو د وېشنې بهیر پیل شوی او همدا راز له هېوادوالو غواړي چې د پیسو ساتنې ته پام وکړي. یاد بانک تر دې مخکې ویلي، په تېر یو کال کې درې میلیارده افغانۍ چې لس، شل او پنځوس ګونان پکې شامل دي چاپ شوې دي.








