د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو له ماشومانو د ملاتړ دفتر «یونېسف» د روغتیايي برخې مسووله فوزیه شفیق وايي، دغه بنسټ د اسیا پراختیايي بانک او نړۍوال بانک په مالي ملاتړ په ټول افغانستان کې له نږدې لس زره ښځینه روغتیايي کارکوونکو ملاتړ کوي. د یونېسف د روغتیايي برخې مسوولې همداراز پر ټویټر لیکلي، دغه کارکوونکې افغان ښځو او ماشومانو ته د ژوند ژغورنې خدمتونه وړاندې کوي.








