د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق په یوه ټويټ کې ویلي، چې د افغانستان د بیارغونې صندوق او د نړیوال بانک د سویلي اسیا څانګې په همکارۍ یې شاوخوا ۲۰ میلیونه افغانانو ته روغتیايي خدمات رسولي دي. دې صندوق د خپلو روغتیايي خدمتونو په لړ کې د ۲۷زره روغتیايي کارکوونکو روزنه او د معاشونو ورکړه او ۲۴۰۰روغتیايي مرکزونو ته د اړتیا وړ توکو برابرول یاد کړي دي.








