د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو وزارت ویلي، چې د لومړي ځل لپاره د افغانستان صادرات دوه میلیارده ډالرو ته رسېدلي، چې د ۱۴۰۰ لمریز کال په پرتله ۱۳۵سلنه او د ۱۳۹۹ لمریز کال په پرتله ۱۶۶ سلنه زیاتوالی ښيي. د یاد وزارت د څرګندونو له مخې، د ۹۲۵ میلیونه ۴۹۳ زره ۶۲۹ ډالرو په ارزښت د ډبرو سکاره، پنبه، وریژې، انار، ممیز، انځر، انګور، انجه، جلغوزي او پیاز پاکستان، هند، ازبکستان، تاجکستان، چین، ایران، عراق، ترکیې، قزاقستان او عربي متحده اماراتو ته صادر شوي دي.








