په آلمان کې تر درملنې وروسته ۵۰ افغان ماشومان پرون کابل ته ستانه شول. د دې ماشومانو درملنه د یوه کال په ترڅ کې په آلمان کې وشوه. د دوی په ډله کې ځینې سوځېدلي وو او ځینو یې د هډوکو بېلابېلې ناروغۍ لرلې. دا ماشومان افغاني سرې میاشتې د سولې کلي په نوم د آلمان خیریه بنسټ ته معرفي کړي وو. د آلمان د سولې کلي مرستندویه ټولنه له څه باندې ۳۰ کلونو راهیسې د افغان ماشومانو په درملنه کې مرسته کوي.








