د ملي پراختیا شرکت د قوش تېپې کانال پروژې د لومړي فاز د عملي کار له ۷۰ سلنې پرمختګه خبر ورکوي. د قوش تېپې کانال د پروژې مسوول وایي چې د روان کال تر چنګاښ میاشتې پورې به د دې پروژې لومړی فاز چې ۱۰۸ کیلو متره دی بشپړ شي. د دې پروژې مسوولین زیاتوي، د لومړي فاز لپاره له څلورو زرو ډول-ډول ماشینونونه هم استفاده کېږي. د اقتصادي چارو ځینې شنونکي وايي، د قوش تېپې کانال د جوړولو لپاره د سرپرست حکومت دغه اقدام د اوبو د مدیریت د پراختیا او په کرنه کې ترې د استفادې په برخو کې یوه مثبته چاره ده. د ازبکستان یوه پلاوی چې د بیلابیلو موضوعګانو په تړاو د خبرو لپاره کابل ته راغلی وو، د رییس الوزرا له اقتصادي مرستیال سره په کتنه کې د قوشتېپې کانال د معیاري تطبیق لپاره د خپل هېواد له همکاریو ډاډ ورکړی دی.








