د یو شمېر سترو نړیوالو بنسټونو موندنې ښیي چې، پر اوکراین د روسیې د څه باندې یو کلن برید له امله د اوکراین بیارغونه څلور سوه یولس ملیارډه ډالرو ته اړتیا لري. نړیوال بانک، ملګرو ملتونو، اروپایي کمېسیون او اوکراین د خپلو ارزونو نتیجه پرون خپره کړه. نړیوال بانک وایي چې، د روسیې د تیري له امله د اوکراین زیربناوې، ودانۍ او د خلکو ټول ژوند ته سخت زیان اوښتی دی. روسیې پروسږکال د فبرورۍ په څلرویشتمه پر اوکراین برید وکړ، چې دغه جګړه اوس هم روانه ده.








