د پاکستان لاهور کې لوړې محکمې د پولیسو لخوا د تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان نیولو لپاره د پیل شویو عملیاتو د سملاسي درېدو امر کړی دی. محکمې ویلي پولیس دې زمان پارک ته له ورڅېرمه سیمو په شا شي. مخکې تحریک انصاف ګوند له دې محکمې غوښتي وو چې د عمران خان نیولو لپاره روان عملیات ودروي. تر دې مخکې د پنجاب د اطلاعاتو سرپرست وزیر عامر میر ویلي و چې د عمران خان نیولو لپاره د محکمې د امر پر پلي کېدو عمل ګران نه دی، خو حکومت نه غواړي چې مرګژوبله واوړي. نوموړي ویلي، د عمران خان نیولو لپاره د ورغلو پولیسو مشر ورته ویلي که نیول حتمي وي نو دوی دا کار کولی شي خو “شپږ اووه کسان پکې وژل کېږي. د پنجاب د اطلاعاتو سرپرست وزیر زیاتوي چې “عمران خان اوس د طالبانو په څېر عمل کوي ځکه چې قانون او د محکمو پرېکړو ته هېڅ غاړه نه ږدي. له دې سره هممهاله د ګلګت بلتستان د پولیسو مشر محمد سعید وزیر د بدلېدو خبر هم ورکړی شوی دی.








