د ترکیې په سویل ختیځو ښارونو کې چې د تېرې میاشتې زلزلې سخت ځپلي، اوس د سېلابونو له کبله ۱۴ کسان مړه شوي او یو شمېر نور تري تم دي. په مړو شویو کسانو کې هغه هم شامل دي، چې له زلزلې روغ وتلي او په موقتي کېږدیو کې مېشت وو. د یادونې وړ ده، چې په دې سیمه کې د فبرورۍ پر شپږمه یوې زورورې زلزلې ۴۸۰۰۰ کسان ووژل او ګڼ شمېر نور بې کوره شول. د مرستندویه ادارې افاد مسوولین وايي، تېرو ۲۴ ساعتونو کې یوازې د ادیامان په یوه سیمه کې ۱۳۶ ملي متره باران شوی دی، چې له امله یې سېلابونه راوتلي دي. بلخوا د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان چې تر اوسه د زلزلې له اغېزو سره د مبارزې چارې پرمخ بیايي، د راتلونکې مې میاشتې پر ۱۴ نېټه ولسمشریزو ټاکنو ته هم چمتوالی کوي. په پام کې ده چې د ترکیې اپوزېسیون مشران به هم سېلاب ځپلو سیمو ته سفر وکړي او د ځايي اوسېدونکو لپاره به د لومړنیو اړتیا وړ توکو د مرستو غوښتنه وکړي.








