په قطر کې د نړیوال امنیت د «پنځمې غونډې» په درېیمه او وروستۍ ورځ د ترهګرۍ، پوهنې، د ښځو د حقونو او د ټولګډونه حکومت پر جوړېدو او ځیني نورو مسایلو بحث شوی دی. د مخکیني حکومت د بهرنیو چارو وزارت مرستیال حکمت خلیل کرزی د دې غونډې یو له ویناوالو و، نوموړی په اوسني وضعیت کې د افغانانو ترمنځ خبرې مهمې بولي او زیاتوي چې په د افغانستان په اوسني حکومت کې باید خلک ونډه ولري او ښځو ته هم د فعالیت اجازه ورکړل شي. د مخیکني حکومت د بهرنیو چارو وزارت مرستیال زیاتوي چې په افغانستان کې پر ښځو د محدودیتونو لګول کېدل، د سرپرست حکومت او نړۍوالې ټولنې ترمنځ د واټن د رامنځته کېدو لامل شوی دی. د نړیوال امنیت پنځمه درې ورځنۍ غونډه د دوشنبې په ورځ په قطر کې پېل شوه او پرون چهارشنبه پای ته ورسېده.








