دوو چینایي سوداګرو د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال سره په لیدنه کې، په اساسي ډول د سړکونو او لويو لارو جوړولو برخو کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې ده. د باختر اژانس د خبر له مخې، د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال پرون په سپېدار ماڼۍ کې له دوو چینايي سوداګرو کانسټنټ رۍ او مسټر وو سره وکتل. سرچینې زیاته کړې، دغو سوداګرو په افغانستان کې د امنيت په ټينګښت خوښي وښوده او په بېلابېلو برخو کې د پانګونې زمينې مساعدېدو ته په اشارې له افغانستان سره په اقتصادي برخه کې د همکاريو دوام ته چمتووالی څرګند کړ. هغوی زیاته کړه، اوس چې پراخ کاري ظرفیت او زمینه مساعده ده؛ نو د ا.ا په همکارۍ چینايي شرکتونه او سوداګر غواړي د بیارغونې په ځانګړې توګه په اساسي ډول د سړکونو او لويو لارو جوړولو برخو کې پانګونه وکړي. د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال دغو سوداګرو سره په لیدنه کې وويل، ا.ا پانګه والو ته د لازمو اسانتياوو رامنځته کولو ته ژمن دی.








