په افغانستان کې د ماین پاکۍ د موسسو چارواکي وايي، چې په تیرو نږدې دوو کلنو کې د نړیوالې ټولنې د مالي مرستو د کمېدو له کبله شاوخوا ۸۰۰۰ ماین پاکوونکو خپل کارونه له لاسه ورکړي دي. د ‘ایم ډي سي’ په نوم د ماین پاکۍ د موسسې رییس شهاب حاکیمي وايي، چې په افغانستان کې په تیرو کلنو کې د ماین پاکۍ په پروګرام کې ۱۵۰۰۰ کسانو کار کاوه، خو اوس یې شمېر ۷۰۰۰ ته راټیټ شوی دی. نوموړی وايي، چې له امریکا پرته، چې لا هم په افغانستان کې د ماین پاکۍ د پروګرام سره مرستې کوي، نورو مرستنیدویه هیوادونو د ماین پاکۍ پروګرام سره مرستې بندې کړي دي. مسولین وايي چې د نړیوالې ټولنې د مرستو کمیدو په افغانستان کې د ماین د قربانیانو په اړه د معلوماتو په ټولولو او د افغان ماین پاکانو د همغږۍ د مرکز په فعالیتونو باندې هم اغیزه کړې ده.








