د افغانستان بانک د پلټنې کمېټه وايي، د پولي سیاست د بریالیتوب له امله د افغانیو ارزښت د نورو اسعارو پر وړاندې ثابت پاتې دی. د دې کمېټې مشر زیاتوي، اوسمهال د افغانیو بیه د ثبات په حال کې ده. دمګړۍ د کابل په بازارونو کې یو ډالر تر څه کم ۸۹ افغانیو پلورل کېږي. له دې سره سم، اقتصاد وزارت د صادراتو ډېرېدل، د مالیاتو راټولول او همداراز له فساد او د ډالرو له قاچاق کېدو مخنیوی د افغانۍ د ارزښت د ثابت پاتې کېدو لاملونه ګڼي. تر دې مخکې ریاست الوزرا په یوې خبرپاڼه کې ویلي، د ځمکې له لارې نورو هېوادونو ته تلونکي افغانان نهشي کولی له ۵۰۰ ډالرو ډېرې پیسې له ځانه سره ولېږدوي او له هوايي لارو د پیسو د لېږد اندازه هم ۵ زره ډالره مشخصه شوې ده.








