د يو شمېر خصوصي ښوونځيو مسوولين وايي، د تعليمي کال په رانږدې کېدو سره، کم شمېر کورنيو خپل ماشومان په خصوصي ښوونځيو کې شامل کړي دي. د خصوصي ښوونځیو مسوولین وايي، تر شپږم ټولګي پورې د نجونو پر زدهکړو له بنديز وروسته د دوی د خصوصي ښوونځي په ګټه کې ٥٠سلنه کموالى راغلى دى. دوی زیاتوي، که څه هم نوی تعلیمي کال په رارسېدو دی او په تېرو کلونو کې دوی د کال په دې وخت کې ډېر زدهکوونکي جذبول، خو په خبره یې سږ کال د زدهکوونکو شمېر کم دی. یو شمېر کورنۍ هم مني چې، د اقتصادي ستونزو له امله چې دوی ورسره مخ دي، نهشي کولای خپل ماشومان خصوصي ښوونځیو کې شامل کړي. په ورته وخت کې یو شمېر ښوونکې چې، په خصوصي ښوونځيو کې یې تدریس کاوه، وایي معاش یې اوس نیمايي ته راټیټ شوی او ډېری وزګاره شوې هم دي.








