د پاکستان د پنجاب ایالت په ډېرې غازي خان سیمه کې لس کسان چې یوه تراکتور کې سپاره وو، تېره شپه د اوبو یوه کانال ته لوېدلي او مړه شوي دي. د ژغورنې د سیمه ایزې ټولنې مشر احمدکمال ویلي، په دې تراکتور کې ټول ۴۶ کسان زیارت ته روان وو او له دې ډلې ۲۷ تنه ژغورل شوي، خو دا عملیات د تیارې د رارسېدو له امله وځنډېدل. نوموړي زیاته کړه چې د پنځو کسان مړي رااېستل شوي او ځینې نور کسان ټپیان شوي هم دي.








