د سولې نړۍوال انسټېټیوټ په یوه راپور کې لیکلي، چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا به روانه میاشت په افغانستان کې د یوناما ماموریت وغځوي. د دغه راپور په یوه برخه کې راغلي چې د دې شورا غړي له افغان سرپرست حکومت سره د سیاسي تعامل په تړاو د نظر اختلاف لري او د ښځو او نجونو پر وړاندې یې د سرپرست حکومت پر سیاستونو نیوکه کړې ده. تر دې وړاندې د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترش د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته سپارښته کړې ده، چې په افغانستان کې د یوناما ماموریت تر یوه بل کاله وغځوي.








