د افغاني سرې میاشتې ټولنې سرپرست د افغانستان لپاره د بریټانیا سفارت سرپرستې نصیره اشرف او د پرمختیایي او سیاسي چارو مسوول جانټن ټام سره په قطر کې د لېدنې پر مهال له افغانستان سره د بشري مرستو په اړه خبرې کړې دي. د دې ټولنې ویاند عرفانالله شرفزوی د بریټانیا سفارت د سرپرستې په حواله پر ټویټر لیکلي، بریټانیا په بشري مرستو کې له افغاني سرې میاشتې سره همکارۍ ته لېواله ده او د افغاني سرې میاشتې په پروژو کې به لازمه همکاري وکړي. بریتانوي استازې په دغه لیدنه کې ورته ویلي، چې دوی د ملګرو ملتونو له لارې افغانستان سره ۳۰۰ او د نړیوال فدراسیون له لارې ۶ میلیونه ډالره مرسته کړې او دا مرستې به وغځوي.








