د هند او منځني اسیا هېوادونو د ځانګړو استازو په ناسته کې د افغانستان پر امنیتي، سیاسي، اقتصادي او بشري حالاتو خبرې شوي او ټینګار یې کړی چې د افغانستان ملي حاکمیت، یووالی او ځمکنۍ بشپړ تیا ته باید درناوی وشي. د هند د بهرنیو چارو وزارت لخوا په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د افغانستان په تړاو د منځنۍ اسیا هېوادونو له استازو سره د ګډې کاري ډلې ناسته ترسره کړه. سرچینې زیاته کړې، دا ناسته چې پرون په نوي ډیلي کې جوړه شوې وه، پکې د کوربه هند ترڅنګ د قرغزستان، قزاقستان، تاجکستان، ترکمنستان او ازبکستان ځانګړو استازو ګډون کړی وو. په دې ناسته کې اړوندو هېوادونو ته د دې فرصت په لاس ورغلی، چې د افغانستان په تړاو پر مهمو موضوعاتو خبرې او بحثونه وشي. د ناستې ګډونوالو د افغانستان په کورنیو چارو کې پر نه مداخلې هم ټینګار وکړ او د یوه سوله ییز ، خوندي او با ثباته افغانستان غوښتونکي شول. په خبرپاڼه کې راغلي، دغه راز د ناستې ګډونوالو په افغانستان کې د یوه داسې ریښتیني سیاسي جوړښت د جوړولو غوښتنه وکړه چې پکې د ټولو افغانانو او په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو، لږکیو او نورو حقونه خوندي وي.








