د رییس الوزرا اداري مرستیال ویلي چې د اسلامي همکاریو سازمان باید په خپلو ناستو کې د افغانستان سرپرست حکومت ته د ګډون اجازه ورکړي. له ارګ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې نوموړي د افغانستان لپاره د یاد سازمان له ځانګړي استازي طارق علي بخیت سره په کتنه کې ویلي چې که د اسلامي همکاریو سازمان په ناستو کې د ا.ا استازي ور وبلل شي او له دوی سره مشورې او خبرې وشي، پایلې به یې ګټورې وي. د اسلامي همکاریو سازمان استازي ویلي چې د دغه سازمان غړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په وروستۍ ناسته کې له افغانستان سره پر بشري مرستو ټینګار وشو او پرېکړه وشوه چې په افغانستان کې به د بشري اړتیاوو او پراختیايي پروژو په برخه کې د اړتیا ارزولو لپاره یو پلاوی افغانستان ته ولېږي. نوموړي زیاته کړې، ټاکل شوې چې د اسلامي علماوو پلاوی هم افغانستان ته په سفر راشي.








