د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست ویلي چې ژر به صنعتکارانو ته د ځمکو د وېش لړۍ پیل کړي. له یاد وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې نوموړي له یو شمېر صنعتکارانو سره په لیدنه کې ویلي، هڅه کوي چې د خصوصي سکټور پر وړاندې شته ستونزې ژر تر ژره حل کړي. هغه زیاته کړې چې د سرپرست حکومت د صنعتکارانو لپاره د اسانتیاوو او هر اړخیزو خدمتونو وړاندې کولو په برخه کې د هر ډول ستونزو هواري ته ژمن دی.








