په اسلام اباد کې د افغانستان د سفارت شارژدافیر وايي، د پاکستان له زندانونو د افغان وګړو خوشې کېدل به د کابل او اسلام اباد اړیکې ښې کړي. د سرپرست حکومت دغه دیپلومات زیاتوي چې په دې وروستیو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۳۷ افغانان د پاکستان له زندانونو خوشې شوي دي. سردار احمد شکیب زیاتوي، د پاکستان له زندانونو د افغان بندیانو ازادول د دواړو هېوادونو پر اړیکو مثبت اغېز لري. ورته مهال کراچۍ ښار کې د سرپرست حکومت کونسل وايي، د پاکستان په زندانونو کې د پاتې افغان بندیانو د خلاصون لپاره يې هلې ځلې روانې دي. بل خوا په پاکستان کې ځينې افغان کډوال وايي، د پاکستان په زندانونو کې افغان بندیان په بد وضعیت کې دي او له سرپرست حکومته غواړي، چې د دوی د ازادېدو لپاره اقدام وکړي. د افغانستان د سرپرست حکومت د معلوماتو پر بنسټ، په پاکستان کې د افغانانو نیول کېدل کم شوي، خو د دغه هېواد په زندانونو کې اوس هم شاوخوا ۶۰۰ افغانان بندیان دي.








