د بښنې نړۍوال سازمان په یوه راپور کې په افغانستان کې د بشري حقونو په ځانګړې توګه د ښځو حقونو له نقضه اندېښنه ښودلې ده. دغه سازمان د ملګرو ملتونو د بشري حقونو له شورا غوښتي چې په افغانستان کې د بشري حقونو د نقضېدو د ادعاو د څېړنې او د عاملینو د پېژندنې په موخه یوه نوې خپلواکه تګلاره جوړه کړي. د سرپرست حکومت ویاند وايي، په هېواد کې د شریعت پر بنسټ بشري حقونه خوندي شوي دي. نوموړی بیا په هېواد کې د بشري حقونو د نقضېدو په تړاو ادعاوې بې بنسټه ګڼي. تر دې مخکې هم د آمریکا بهرنیو چارو وزارت ویلي چې، د سرپرست حکومت د وروستیو حکمونو له مخې، افغان نجونې او ښځې له زده کړو او کاره محرومې شوې دي.








