د قطر د بهرنیو چارو وزیر مرستیاله لولوه الخاطر وایي، دغه هېواد د هغو هېوادونو په لیکه کې دی چې د افغانستان په ګډون په نورو هېوادونو کې د زدهکړو برابرولو په برخه کې نړیوالې پراختیايي مرستې برابروي. د لولوه الخاطر په وینا، په اندونیزیا کې د تېر کال په غونډه کې چې، د ۴۰ هېوادونو استازو هم حضور درلود، پهکې ټولو ګډونوالو توافق وکړ چې زدهکړه یو انساني حق او ان یوه دیني وجیبه ده او نه ښايي چې په هېڅ پلمې سره وځنډول شي. خو د افغانستان د سرپرست حکومت ویاند وايي، دغه مسایل تلپاتې نهدي او سږ کال به په افغانستان کې د نجونو د زدهکړو مسله حل شي. له څه باندې یو نیم کال راهیسې له شپږم ټولګي پورته نجونې زدهکوونکې د زدهکړو له دوامه بېبرخې دي او همداراز شاوخوا دوه میاشتې کېږي چې د نجونو زدهکړیالانو پر مخ پوهنتونونه هم تړل شوي دي چې دغو مسایلو ګڼ کورني او بهرني غبرګونونه هم راپارولي دي.








