د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی توماس وېسټ وايي کابل تر اوسه له دې هېواد سره د اړیکو د عادي کولو لپاره ګامونه نهدي پورته کړي. نوموړي له طلوع نیوز سره په مرکه کې ویلي، تر هغې چې کابل د ځینو مسایلو په اړه جدي پرېکړې و نهکړي؛ نهشي کېدای چې په ملګرو ملتونو کې د دایمي استازولۍ او د کنګل شویو شتمنیو د ورسپارلو په تړاو خبرې وشي. د وېسټ په وینا، له دې اندېښنو سره سره بیا هم واشنګټن د افغانستان له سرپرست حکومت سره د تعامل غوښتونکی دی. نوموړی همداراز زیاتوي، واشنګټن د افغانانو تر منځ د خبرو اترو د پیلېدو غوښتونکی هم دی. د سرپرست حکومت ویاند بیا وايي، د دواړو هېوادونو تر منځ د اړیکو د ساتنې لپاره اغېزناک کارونه شوي دي او زیاتوي، امریکا د افغانستان د کورنیو چارو په برخو کې پلمې لټوي او نه پرېږدي چې اړیکې عادي شي.








