د کندهار په مرکزي زندان کې د بې پولې ډاکترانو موسسې له لوري د نري رنځ د تشخیص او درملنې ۱۲ بستریز مرکز پرانیستل شو. د یاد مرکز د پرانیستلو پرمهال د مرکزي زندان رییس، چې یاد مرکز د عامې روغتیا ریاست په هڅو او په کندهار کې د بېپولې ډاکترانو موسسې په مالي لګښت جوړ شوی، چې په کې به د زندانیانو درملنه په ښه ډول ترسره کېږي. ورته مهال د دغه زندان د روغتیا د برخې آمر سیدعبدالقاهر عابد وویل، چې د نري رنځ د تشخیص او درملنې په دغه مرکز کې به د هغه زندانیانو درملنه د مسلکي ډاکترانو پر مټ په ښه ډول تر سره شي، چې د نري نرځ په ناروغۍ اخته وي.








