د کډوالۍ نړۍوال سازمان وايي، د اروپايي ټولنې او هالنډ حکومت په ملاتړ په افغانستان کې د زلزلهځپلو او نورو زیانمنو کورنیو لپاره د سرپناه برابرولو پروګرام پلي کوي.دغه سازمان په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د دغه پروګرام له لارې به ۵۱۴ لنډمهاله کورونه جوړ او د ۵۰ نورو کورونو د ترمیم چارې ترسره کړي. د یاد سازمان په وینا، د دې پروګرام موخه له هغو کورنیو سره مرسته ده چې د زلزلو او نورو ستونزو له امله یې کورونه زیانمن شوي او یا یې د اوسېدو مناسب ځای له لاسه ورکړی دی.








