د خوړو نړیوال پروګرام(ډبلیو ایف پي) اجرائیوي مشر خبرداری ورکړی، چې د نړۍ د درېیو مهمو سوداګریزو لارو ګډوډېدو د خوراکي توکو، کرنیزو محصولاتو او انرژۍ د لېږد بهیر له ستونزو سره مخ کړی او د بشري مرستو لګښتونه یې زیات کړي دي. دغه بنسټ د نومبر پر ۲۴مه راپور ورکړی، چې د هرمز او بابالمندب تنګیو او تورې بحیرې په مسیرونو کې ګډوډیو د خوراکي توکو او کرنیزو محصولاتو صادرات په جدي ډول محدود کړي دي. د خوړو نړیوال پروګرام اجرائیوي مشر لوک جي لېنډبرګ د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غونډه کې، چې په نیویارک کې جوړه شوې وه، ویلي چې د سوداګریزو لارو د ګډوډۍ ترڅنګ، د جګړو زیاتوالي او اقلیمي بدلونونو، په ځانګړې توګه د اېلنینو پدیدې، د خوراکي توکو پر تولید او بیو هم څرګند اغېز کړی دی.








