د هرات د صنایعو او کانونو خونې مسوولین وايي، چې په تېره یوه میاشت کې له دغه ولایت څخه د ۲۱ میلیونه او ۴۹۸ زره ډالرو په ارزښت صنعتي او معدني توکي بهرنیو هېوادونو ته صادر شوي دي. د یادې خونې رئیس محمد ناصر امین ویلي، چې په دې صادراتو کې د صنعتي توکو ارزښت ۱۴ میلیونه او ۴۱۶ زره او ۴۹۳ ډالره او د معدني توکو ارزښت ۷ میلیونه او ۸۲ زره او ۱۱۳ ډالره دی. د نوموړي په وینا، پنبه د صنعتي صادراتو تر ټولو لویه برخه جوړوي، چې ارزښت یې له ۱۳ میلیونه ډالرو ډېر دی.








