د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي امریکا تورنه کړې، چې د کیمیاوي وسلو د منعکولو سازمان د فعالیتونو په مخنیوي سره نړیواله سوله او امنیت له ګواښ سره مخ کوي. عراقچي پر اېکس د دغه سازمان د فعالیتونو د احتمالي ځنډېدو او د مهمو پروګرامونو د محدودېدو په اړه د امریکا کړنې «شرموونکې» بللې دي. د رویټرز د راپور له مخې، امریکا د دغه سازمان د خپلې مالي ونډې ډېره برخه نه ده ورکړې، چې له امله یې سازمان د ۸۳ میلیونه یورو کلنۍ بودیجې نږدې څلورمه برخه کسر سره مخ شوی دی. د دغه سازمان عمومي رییس خبرداری ورکړی، چې د بودیجې د کسر له امله ښايي په سوریه کې د کیمیاوي وسلو د پېژندنې او له منځه وړلو په ګډون، ځینې فعالیتونه وځنډول شي یا محدودیتونه پرې ولګول شي.








